ads

امريكا او طالبان نن د سولې هوكړه ليك لاسليكوي

د امريكا او طالبانو ترمنځ له شاوخوا ۱۸ مياشتنيو مذاكراتو وروسته بالاخره نن د قطر په پايتخت دوحه كې د دواړو لورو ترمنځ د سولې هوكړه ليك لاسليكېږي. ويل كېږي د دغه هوكړه ليك د لاسليك په مراسمو كې به د اوو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د لسګونو نورو هېوادونو او نړيوالو بنسټونو […]

نویسنده: hewadpal
10 کب 1398
امريكا او طالبان نن د سولې هوكړه ليك لاسليكوي

د امريكا او طالبانو ترمنځ له شاوخوا ۱۸ مياشتنيو مذاكراتو وروسته بالاخره نن د قطر په پايتخت دوحه كې د دواړو لورو ترمنځ د سولې هوكړه ليك لاسليكېږي.
ويل كېږي د دغه هوكړه ليك د لاسليك په مراسمو كې به د اوو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د لسګونو نورو هېوادونو او نړيوالو بنسټونو استازي ګډون ولري.
د ياد هوكړه ليك د لاسليك لپاره يو اساسي شرط دا و، چې د تاوتريخوالي كمولو اونۍ، چې تېره شپه پاى ته ورسېده، بريالۍ شي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو پرون د كانګرېس د استازو جرګې د بهرنيو اړيكو كمېټې ته د وينا په مهال تاييد كړه، چې په دې اونۍ كې تاوتريخوالى خورا کم شوی و.
د جمهوري رياست وياند صديق صديقي كليد ته وويل، د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوكړه ليك لاسليكېدل د سولې بهير د اسانولو او په افغانستان كې د جګړې ختمولو لور ته يو مثبت ګام دى.
نوموړي هيله څرګنده كړه، چې دا هوكړه ليك بين الافغاني مذاكراتو ته لار پرانېزي.
سرچينې وايي، ټاكل شوې د ياد هوكړه ليك تر لاسليكېدو ۱۰ ورځې وروسته د افغانانو ترمنځ مذاكرات پيل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA