نن د كب مياشتې نهمه نېټه د افغان ځواكونو له ملي ورځې سره برابره ده.
د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب په دې اړه په خپاره كړي پيغام كې ويلي، چې افغان سرتېري په سيمه او نړۍ کې په مسلکيتوب، پياوړې روحيې او هېواد مينه کې بې سارې دي.
د هغه په وينا، ياد ځواكونه په نړۍ کې له تروريزم او ترهګرو سره د مبارزې په لومړي كتار کې ځاى لري او ۹۴ فيصده خپلواک عمليات کوي.
محب زياته كړې، چې تېر ميلادي كال د هېواد امنيتي او دفاعي ځواكونو اته ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو له كنټروله بهر كړې.
بايد وويل شي، چې د ملي يووالي حكومت په ۱۳۹۵يم لمريز كال كې د كب مياشتې نهمه نېټه د امنيتي او دفاعي سرتېرو ملي ورځ ونوموله او دا ورځ هر كال په شاندارو مراسمو نمانځل كېږي.