ads

له هراته د كورونا ويروس د نهو نورو شكمنو پېښو نمونې كابل ته راوړل شوې

په هرات كې د كورونا ويروس نهه نورې شكمنې پېښې ثبت شوې دي. د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار كليد ته وويل، د دغو پېښو نمونې نن سهار د معاينې لپاره كابل ته راوړل شوي او پايلې به يې سبا ته اعلان شي. د نوموړي په خبره، تر دې وړاندې په هرات، كابل، غور، […]

نویسنده: hewadpal
9 کب 1398
له هراته د كورونا ويروس د نهو نورو شكمنو پېښو نمونې كابل ته راوړل شوې

په هرات كې د كورونا ويروس نهه نورې شكمنې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار كليد ته وويل، د دغو پېښو نمونې نن سهار د معاينې لپاره كابل ته راوړل شوي او پايلې به يې سبا ته اعلان شي.
د نوموړي په خبره، تر دې وړاندې په هرات، كابل، غور، هلمند او بغلان ولايتونو كې د كورونا ويروس ۳۰ شكمنې پېښې ثبت شوې وې، چې يوازې يوه يې مثبته ثابته شوه.
دا په داسې حال كې ده، چې د نړۍ په ۴۸ هېوادونو كې د كورونا ويروس له كبله سلګونه كسان وژل شوي او لسګونه زره نور پرې اخته دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA