تركيې د سوريې په ادليب ولايت كې د بشارالاسد د ځواكونو په هوايي بريد كې د لسګونو تركي سرتېرو د وژل كېدو په غبرګون كې د ورته اقدام خبره كړې ده.
د تركيې د جمهوري رياست د اړيكو د دفتر رئيس فخرالدين التون ويلي، اجازه به ور نه كړي، چې د سرتېرو وينه يې پايمال شي او په سوريه كې به خپلو پوځي فعاليتونو ته دوام وركړي.
د ده په وينا، د سوريايي ځواكونو پر ټاكل شوو هدفونو به د تركيې د هوايي او ځمكنيو ځواكونو بريدونه دوام ولري.
د سوريې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې تېره شپه اعلان كړى، چې په ادليب ولايت كې د هوايي بريد له كبله لږ تر لږه ۳۴ تركي سرتېري وژل شوي دي.
تركي چارواكو بيا په ياد بريد كې د خپلو ۲۹ سرتېرو وژل كېدل او د ۳۶ نورو ټپي كېدل تاييد كړي دي.
د تركيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د ادليب د وضعيت په تړاو بېړنۍ امنيتي غونډه وكړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ