ads

اسپر او سټولټنبرګ سبا كابل ته راځي

د امريكا د دفاع وزير مارك اسپر او د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ سبا كابل ته راځي. دا خبره د جمهوري رياست وياند صديق صديقي نن كليد ته وكړه. هغه وويل، ياد چارواكي به له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره وويني او ګډه اعلاميه به خپره شي. صديقي زياته كړه، په دې ليدنه […]

نویسنده: hewadpal
9 کب 1398
اسپر او سټولټنبرګ سبا كابل ته راځي

د امريكا د دفاع وزير مارك اسپر او د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ سبا كابل ته راځي.
دا خبره د جمهوري رياست وياند صديق صديقي نن كليد ته وكړه.
هغه وويل، ياد چارواكي به له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره وويني او ګډه اعلاميه به خپره شي.
صديقي زياته كړه، په دې ليدنه كې به د افغانستان له حكومت سره د نړيوالې ټولنې د ژمنو پر تازه كېدو خبرې وشي.
د امريكا د دفاع وزير او د ناټو عمومي منشي داسې مهال كابل ته سفر كوي، چې په پام كې ده سبا د قطر په پايتخت دوحه كې امريكايي او طالب استازي د سولې هوكړه ليك لاسليك كړي.
افغان حكومت هيله څرګندوي، چې دا هوكړه ليك به بين الافغاني مذاكراتو ته لار پرانېزي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA