ads

په پکتيکا کې د پوليو ۱۱ شكمنې پېښې ثبت شوي

د پکتيکا روغتيايي مسوولين وايي، له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ ۱۱ شکمنې پېښې ثبت شوې دي. د پکتيکا د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت مرستيال محمد نور کليد ته وويل، دوى هڅه كوي د پوليو ضد واکسين په ښه پلي کېدو سره […]

نویسنده: hewadpal
9 کب 1398
په پکتيکا کې د پوليو ۱۱ شكمنې پېښې ثبت شوي

د پکتيکا روغتيايي مسوولين وايي، له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې د پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ ۱۱ شکمنې پېښې ثبت شوې دي.
د پکتيکا د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت مرستيال محمد نور کليد ته وويل، دوى هڅه كوي د پوليو ضد واکسين په ښه پلي کېدو سره د دغې ناروغۍ مخه ونيسي او پرېنږدي، چې دا ويروس مخ په ډېرېدو شي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په پکتيکا کې د پوليو ضد واکسين له ناسم پلي کېدو د خلکو شکايتونه ډېر شوي او ويل کېږي تر ډېره د روغتيايي مسوولينو د نه پاملرنې له كبله هلته د ګوزڼ ناروغۍ مثبتې او شکمنې پېښې رامنځته شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA