ads

په كابل ښار كې چاودنې يو ملكي وګړى وژلى

د كورنيو چارو وزارت وايي، د كابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې او ۲۰ دقيقې د چسپكي ماين چاودنې يو ملكي وګړى وژلى او ۱۰ تنه نور يې ټپيان كړي دي. د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي، چې دا ماين په يوه بايسكل كې ځاى پر […]

نویسنده: hewadpal
9 کب 1398
په كابل ښار كې چاودنې يو ملكي وګړى وژلى

د كورنيو چارو وزارت وايي، د كابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې او ۲۰ دقيقې د چسپكي ماين چاودنې يو ملكي وګړى وژلى او ۱۰ تنه نور يې ټپيان كړي دي.
د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي، چې دا ماين په يوه بايسكل كې ځاى پر ځاى شوى و او په سر كارېز سيمه كې چاودلى دى.
د يادې چاودنې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى او وسله والو طالبانو په كې خپل لاس لرل رد كړي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د كليد د موندنو له مخې، د تاوتريخوالي كمولو اونۍ په شپږو ورځو كې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د جګړو او چاودنو له كبله د ملكي وګړو په ګډون ۴۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نن د تاوتريخوالي كمولو اونۍ وروستۍ ورځ ده او ټاكل شوې سبا د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې هوكړه ليك لاسليك شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA