ads

جمهور رئيس غني: افغان ځواكونه بې پرې او مسلكي دي

نن د كب مياشتې نهمه نېټه د افغان ځواكونو له ملي ورځې سره برابره ده. جمهور رئيس محمد اشرف غني د همدې ورځې په مناسبت په خپل پيغام كې ويلي، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ولسي جرګې او جمهوري رياست ټاکنو د امنيت په ټينګښت سره يو ځل بيا ثابته کړه، چې بې پرې، […]

نویسنده: hewadpal
9 کب 1398
جمهور رئيس غني: افغان ځواكونه بې پرې او مسلكي دي

نن د كب مياشتې نهمه نېټه د افغان ځواكونو له ملي ورځې سره برابره ده.
جمهور رئيس محمد اشرف غني د همدې ورځې په مناسبت په خپل پيغام كې ويلي، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ولسي جرګې او جمهوري رياست ټاکنو د امنيت په ټينګښت سره يو ځل بيا ثابته کړه، چې بې پرې، مسلکي او ملي ځواکونه دي او په ټول افغان ولس پورې تړاو لري.
نوموړي افغان سرتېرو ته ډاډ وركړى، چې د ده، ملت او نړيوالې ټولنې له ملاتړه برخمن دي او د تمويل، تجهيز او روزنې په برخه کې به يې تر بل هر وخت زياتې هڅې وکړي.
بايد وويل شي، چې د ملي يووالي حكومت په ۱۳۹۵يم لمريز كال كې د كب مياشتې نهمه نېټه د امنيتي او دفاعي سرتېرو ملي ورځ ونوموله او دا ورځ هر كال په شاندارو مراسمو نمانځل كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA