ads

واردونکي شرکتونه: د چرګانو پر غوښو او هګیو دې لګول شوي بندیزونه لېرې شي

يو شمېر واردونکو شرکتونو دافغانستان د حکومت پر هغې پرېکړې اندېښنه وښوده، چې له مخې يې له پاکستان او ایران هېوادونو څخه د چرګانو د غوښو او هګيو پر واردولو بنديز لګېدلی دی. د حيواني محصولاتو يو شمېر واردونکو شرکتونو د پنجشنبې پر ورځ د يوې خبرې ناستې په ترڅ کې وويل، دا پرېکړه به […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 کب 1398
واردونکي شرکتونه: د چرګانو پر غوښو او هګیو دې لګول شوي بندیزونه لېرې شي

يو شمېر واردونکو شرکتونو دافغانستان د حکومت پر هغې پرېکړې اندېښنه وښوده، چې له مخې يې له پاکستان او ایران هېوادونو څخه د چرګانو د غوښو او هګيو پر واردولو بنديز لګېدلی دی.
د حيواني محصولاتو يو شمېر واردونکو شرکتونو د پنجشنبې پر ورځ د يوې خبرې ناستې په ترڅ کې وويل، دا پرېکړه به افغانستان له اقتصادي اړخه له ستونزو سره مخ کړي.
د وارداتي شرکتونو د ټولنې غړي عبدالصمد په دې ناسته کې څرګنده کړه، چې افغانستان يو مصرفي هېواد دی او حکومت بايد پر خپلې پرېکړې يوځل بيا غور وکړي.
په دې غونډه کې د افغانستان د حکومت پر هغو ادعاوو هم غبرګونونه وښودل شول، چې تر دې وړاندې يې ويلي وو، د حيواني محصولاتو په برخه کې یې د افغانې ټولنې اتيا سلنه ستونزې حل کړي دي.
د افغانستان د کرنې اوبو لګونې وزارت له کليد سره په خبروکې يوځل بيا ټينګار وکړ، چې پر وارداتي توکو بنديزونه پر اقتصادي چارو اغېز نه شي کولی.
د کرنې وزارت وياند اکبر رستمي زياته کړه، افغانستان د حيواني محصولاتو په برخه کې د چرګانو ۷ زره کورني فارمونه لري، چې نېږدې ۸۰ سلنه د افغانستان اړتياوې پوره کوي.
د افغانستان حکومت د روغتيا نړيوال سازمان په همغږۍ له اېران او پاکستان هېوادونو سره د چرګانو پر وارداتو تر هغه وروسته بنديز ولګاوه، چې په لومړي ځل په لويديځ ولايت هرات کې د کرونا وېروس مثبته پېښه ثبت شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA