ads

د افغانستان نه حضور، خو ولې؟

د تاوتریخوالي د کمېدو یوه اونۍ پوره کېدونکې ده او د دې امکان شته چې راتلونکې شنبه د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسلیک شي، خو په کومه غونډه کې چې د هوکړې د لاسلیک د اعلان لپاره جوړېږي، د افغانستان نه حضور د پوښتنې وړ موضوع ده. ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ د فبرورۍ […]

د افغانستان نه حضور، خو ولې؟
د قطر غونډه

د تاوتریخوالي د کمېدو یوه اونۍ پوره کېدونکې ده او د دې امکان شته چې راتلونکې شنبه د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسلیک شي، خو په کومه غونډه کې چې د هوکړې د لاسلیک د اعلان لپاره جوړېږي، د افغانستان نه حضور د پوښتنې وړ موضوع ده.
ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ د فبرورۍ په ۲۹ مه د امريکا او طالبانو ترمنځ هوکړه په قطر کې لاسلیک شي. د دې هوکړې د لاسلیکولو او یا د لاسلیکېدو د اعلانولو لپاره په جوړېدونکې غونډه کې به د یو شمېر هېوادونو مشران او استازي ګډون ولري.
افغانان دا کار د افغانستان د سولې لپاره یو پرمختګ ګڼي؛ خو دا پوښتنه ورسره مطرح ده چې ولې دې غونډې ته د افغانستان په استازيتوب چې استازي يې اوسنی افغان حکومت کوي، نه بلل کېږي؟
دا پوښتنه ځکه مطرح کېږي چې سوله د افغانستان لپاره ده او په دې ډول د افغانستان حیثیت په نظر کې نیول کېږي.
عمومي او ولسي اند دا دی چې په تېر یو کال کې د سولې د پروسې په ترڅ کې په نړیواله کچه طالبانو ته له یوې جنګې ډلې د یوې سیاسي ډلې اعتبار ورکړل شو، خو د افغانستان حکومت چې د ترهګرۍ په وړاندې د نړیوالې ټولنې او په تېره د امریکا یو نېږدې ملاتړی پاتې شوی، هم د قطر په غونډو کې څنډې ته کړل شو او ویل کېږي چې اوس هم د یوه هېواد د استازیتوب په توګه دې غونډې ته نه دي بلل شوي.
دا موضوع دا وېره راپیدا کوي، چې هسې نه دا وړ کړنې په راتلونکې کې پر را روانو خبرواترو سیوري وکړي، چې د ګټې په ځای به زیان اړوونکی وي.
هوکړې ته د رسېدو لپاره امریکايي او طالب استازو پوره یو کال مذاکرې وکړې. خو دغه مذاکرې هغه وخت د افغانانو لپاره ډېرې هیله بخښونکې شوې چې لوړپوړو امریکايي چارواکو له طالبانو سره په خپلو وروستیو دوو غونډو کې د تاوتریخوالي د کمولو، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو او د بین الافغاني خبرو له ډاډمن ترسره کېدو ډاډ ورکړ.
خو طالبان هم پرون او هم نن دا وايي، چې له افغان حکومت سره خبرو ته نه کېني.
دا خبرې دا اندېښنې له ځانه سره لري، چې راتلونکې خبرې اترې له ګڼو ننګونو سره مخ وې.
په دې برخه کې د تاوتریخوالي د کمېدو یوه اونۍ حالت، که څه هم تر ډېره بریده خلکو ته هيله بخښونکی و، یوه ښه بېلګه کېدای شي. ځکه دا څرګنده نه ده چې د هوکړې ترلاسلیک وروسته به دا حالت دوام کوي او کنه؟
افغانان چې د سولې تږي دي، لنډمهالي نه بلکې د اوږدمهالي سولې او اوربند غوښتونکي دي. دوی نه غواړي چې ځينې خواوې د افغانستان له حالت نه د امتیازي ګټې اخیستلو هڅه وکړي، ځکه دا د نه منلو وړ ده چې ځينې خواوې امتیازات واخلي او ځينې خواوې هېرې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA