ads

په ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو ورځ په شعرونو او خوښیو ولمانځل شوه

د کب نهمه په افغانستان کې د سرتیرو د ملي ورځ په نوم یادېږي. دا ورځ په ننګرهار ولایت کې د ملکي او پوځي چارواکو په ګډون د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې ولمانځل شوه. د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د سرتیرو ورځې په لمانځغونډه کې وویل، د ځواکونو د سرښندنو او […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 کب 1398
په ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو ورځ په شعرونو او خوښیو ولمانځل شوه

د کب نهمه په افغانستان کې د سرتیرو د ملي ورځ په نوم یادېږي. دا ورځ په ننګرهار ولایت کې د ملکي او پوځي چارواکو په ګډون د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې ولمانځل شوه.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د سرتیرو ورځې په لمانځغونډه کې وویل، د ځواکونو د سرښندنو او فداکاریو په پایله کې د دې ولایت زیاتې برخې امن شوې او هم یې د داعش ډلې فعالیتونه په بشپړ ډول له منځه وړي دي.
میاخیل زیاته کړه، د ننګرهار امنیتي وضعیت تر پخوا ښه شوی او خلک د افغان ځواکونو له قربانیو ستاینه کوي.
میاخیل د سولې روانو خبرو ته هم خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې د تاوتریخوالي د کمیدو اوونۍ به دایمي اوربند او تل پاتې سولې ته لاه هواره کړي.
د ننګرهار د ملي امنیت رییس نظر علي واحدي له ولسونو مننه وکړه، چې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ یې کړی دی.
هغه وویل، د افغان سرتیرو د قربانیو په پایله کې د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې داعش له منځه تللې او هم یې د داعش، وسله والو طالبانو او جېش محمد ډلې په ګډون ۱۶۰۰ غړي په تیر یوه کال کې نیولي دي او هم یې د ملي امنیت په هلو ځلو له زرو ډیر یې د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي.
د سرتیرو د ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې شاعر غلام الله جبارخېل او فېروزې مجیدي د افغان ځواکونو ستاینه د شعر په ژبه وکړه.
په ورته وخت کې افغان امنیتي ځواکونه وايي، چې ولس دې د همدې ورځې په پار خپلو کې اتفاق او اتحاد ته مخه کړي، څو یو سر لوړی او پرمختللی هېواد ولرو.
د ملي اردو دوه سرتیري یې په اړه وایي:
د کب نهمه یا د افغان سرتېرو ملي ورځ له ننګرهار وراخوا په کونړ، نورستان ، لغمان او دهیواد په بیلابیلو ولایتونو کې هم لمانځل شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA