د افغانستان له لویې څارنوالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی د روند سبز بنسټ له خوا هغه ۳۹ شکایتونه بیرته رد کړي، چې څه موده وړاندې یې دغې ادارې سپارلي وو.
لویه څارنوالي وایي، د افغانستان د جزا کود له مخې د کنځلو او سپکاوي شکایتونه باید هر شخص پخپله دې څارنوالۍ ته وسپاري، چې په خبره یې د روند سبز مشر امرالله صالح دا کار نه دی کړی.
د دوی په وینا، ۳۹ شکایتونه د امرالله صالح له خوا نه، بلکې د نوموړي د بنسټ له لوري له دې ادارې سره ثبت شوي وو.
څارنوالي زیاتوي، چې دغه شکایتونه د هېواد د جزا کود د ۶۸۱ مادې له مخې بیرته رد شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې روند سبز بنسټ تر دې وړاندې د ټولنیزو رسنیو د یو شمېر هغو کارکوونکو دوسیې لویې څارنوالۍ ته وسپارلې، چې د یاد بنسټ مشر او د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امرلله صالح ته یې سپکې سپورې ویلې وې.
تر اوسه د روند سبز بنسټ د څارنوالۍ د خپرې شوې اعلامیې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.