امریکایي رسنیۍ د دغه هېواد د ویسکانسین ایالت په میلواکي ښار کې د ډزو په پایله کې د اوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د رسنیو په خبره، دغه پېښه د الکولي مشروباتو په یوه کارخونه کې رامنځته شوې، چې څو تنه پکې ټپیان شوي هم دي.
سرچینه زیاتوي، چې پولیس تر دې پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي او اوسمهال سیمه د دوی په کنټرول کې ده.
د یادولو وړ ده، چې د امریکا په ګډون په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم وخته ناوخته ورته پېښې رامنځته کېږي، چې ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.


