د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دې ادارې د افغانستان د کرکټ پر ملي لوبغاړي شهزاد محمدي لګول شوي بندیزونه لېرې کړل.
د کرکټ بورډ په وینا، محمد شهزاد څه موده وړاندې د ادارې د عمومي مشر او ډسپلین کمېټې له لوري پر نوموړي د پاتې مودې بندیز د بښنې غوښتنه کړې وه؛ چې په پایله کې د ادارې د ډسپلین کمېټې د پرېکړې او عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي له تایید وروسته پر نوموړي د بندیز پاتې موده وبښل شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې محمد شهزاد د کرکټ بورډ مشرتابه له اجازې پرته د سفرونو او همدارنګه د یوه بل هېواد په کرکټ اکاډمۍ کې د تمرینونو له کبله له هر ډول کرکټ څخه منع شوی و.