د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د ماین چاودنې خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، چې دا ماین چاودنه نن تر غرمې وروسته د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند په فیض محمد کاتب واټ کې ترسره شوې ده.
د ده په خبره، په پېښه کې د یوې مېرمنې په ګډون نهه کسان ټپیان شوي دي.
تر اوسه د پېښې پړه چا نه ده منلې.
وسله والو طالبانو هم په دې پېښه کې خپل لاس درلودل رد کړي دي.