له اجراییه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان د سولې مسلې او د ټاکنیزو شخړو د حل په برخه کې د امریکا او نورو نړیوالو همکارانو له مرستې مننه کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمېدو عملي بڼه پیدا کړه او په دوام به یې د واشنګټن او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.
اعلامیه زیاتوي، چې سوله یې لومړیتوب ده، خو په خبره یې دا ډله به د خلکو پاکو رایو او په دې برخه کې د سرغړونو له منځه وړلو ته ژمنه پاتې شي.
اجراییه ریاست د افغانستان د سولې او ټاکنو په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت او د ناټو سازمان تر دریځ وروسته دا غبرګون ښيي.
د امریکا د بهرینو چارو وزارت تر دې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو، چې اوس د سولې وخت دی او د ټاکنو پر بهیر باید له تمرکز ډډه وشي.