ads

په ننګرهار كې له سلګونو كورنيو سره د مرستې لړۍ پيل شوه

د ننګرهار د ۱۲ ولسواليو له ۲۳۰۰ زيانمنو شوو کورنيو سره تېره ورځ د ۳۴ اعشاريه پنځه ميليونه افغانيو ژمنۍ نغدي مرستې لړۍ پيل شوه. د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونكو چارو ریيس نجيب الله قيومي وويل، دا مرسته د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزارت كړې او هرې کورنۍ ته د ۱۵ زره افغانيو بانکي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 کب 1398
په ننګرهار كې له سلګونو كورنيو سره د مرستې لړۍ پيل شوه

د ننګرهار د ۱۲ ولسواليو له ۲۳۰۰ زيانمنو شوو کورنيو سره تېره ورځ د ۳۴ اعشاريه پنځه ميليونه افغانيو ژمنۍ نغدي مرستې لړۍ پيل شوه.
د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونكو چارو ریيس نجيب الله قيومي وويل، دا مرسته د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزارت كړې او هرې کورنۍ ته د ۱۵ زره افغانيو بانکي چيک ورکول کېږي.
دى وايي، د يادې مرستې لپاره د ننګرهار د ولايت مقام د رهبرۍ د پرېكړې له مخې د شينوارو د شپږو ولسواليو په گډون د دې ولايت ۱۲ ولسوالۍ وټاكل شوې.
قيومي زياته كړه، د مرستې د وركړې په هدف سروې شوې او مستحقې كورنۍ په نښه شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې وړاندې هم بېلابېلو ادارو د ننګرهار له بې وزلو، بې ځايه شوو او نورو کورنيو سره مرستې كړې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA