ads

د کرونا نورې مشکوکې پېښې او اقدامات

که څه هم تر هرات وروسته په غور، فراه او هلمند کې د کرونا د مشکوکو پېښو ترسترګو کېدل اندېښمنوونکې ښکاري، خو د دې ناروغۍ پر وړاندې د افغان دولت مخنیوي کوونکې هڅې دا ډاډ راکوي چې دا مساله لکه څنګه چې یو څه ډېر د وېرې وړ څرګندېږي، مخنیوی او خپرېدل به يې په […]

که څه هم تر هرات وروسته په غور، فراه او هلمند کې د کرونا د مشکوکو پېښو ترسترګو کېدل اندېښمنوونکې ښکاري، خو د دې ناروغۍ پر وړاندې د افغان دولت مخنیوي کوونکې هڅې دا ډاډ راکوي چې دا مساله لکه څنګه چې یو څه ډېر د وېرې وړ څرګندېږي، مخنیوی او خپرېدل به يې په هغومره کچه د زیاتې اندېښنې وړ نه وي.
د افغانستان د روغتیا د وزارت چارواکي وايي، د کورونا وېروس ۷ مشکوکې قضیې ورسره ثبت شوې دي. د دغو معلوماتو پر بنسټ په دې اوو پېښو کې یوازې یوه پېښه يې کرونا ثابته شوې. په کومو کسانو کې چې د کرونا ناروغۍ شک شوی، ټول له ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.
کرونا د سیمې په کچه لومړۍ په چين کې او بیا په ایران کې خپره شوه او نورو هېوادونو ته يې هم سرایت وکړ.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدامحمد پیکان نن په یوې خبري غونډه کې وویل، چې له دې اوو کسانو څخه دوه تنه يې روغ او د څلورو نورو نمونې کابل ته راوړل شوې دي؛ چې ډېر ژر به یې پایلې څرګندې شي.
په هرات کې د کرونا د پېښو له ترسترګو کېدو وروسته دولت چې کوم اقدامات کړي، د ستاینې وړ ځکه دي چې په ښه وخت ترسره شوي دي.
دولت په لومړيو شېبو کې د کرونا د نه انتقال په خاطر له ایران سره هوايي او ځمکنۍ لارې وتړلې او په دویم قدم کې يې هلته بیړنی روغتیايي حالت اعلان کړ.
که څه هم ویل کېږي چې دولت نورو سیمو ته د دې پېښې د خپرېدو د مخنیوي په لارو چارو کار کوي، خو په کار ده چې له دې افت څخه د ژغورنې لپاره ولس هم خپله هڅه وکړي. د دې لپاره ضروري خبره دا ښکاري چې دولتي او غیر دولتي بنسټونه او په تېره رسنۍ د یو ملي مسوولیت په توګه د عامه پوهاوي د کچې لوړولو لپاره کار وکړي. خو ښايي چې په لویه کچه دا هڅه د یو پراخ کمپاين په توګه ترسره شي. سره له دې چې یو شمېر تلويزيونونه دمګړۍ د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره د پوهاوي ورکولو لړۍ پیل کړې ده. خو که چېرته په عامه کچه له هر دريځ نه لکه جومات او تکیه خانو څخه د دې ناروغۍ د مخنیوي لارې چارې خلکو ته بیان شي، په ډاډه توګه ویلي شو چې د خپرېدو مخه به يې تر ډېره بریده ونیول شي. ټول خلک باید په دې وپوهول شي چې د کومو لارو چارو په خپلو سره کولای شي له دې ناروغۍ ځان وساتي.
تر مخنیوي کوونکو چارو وروسته د دې ناروغۍ علاج بله اساسي مساله ده، چې له خلکو سره مطرح ده. دولت چې د مرکز او ولایتونو په کچه کوم مرکزونه د تشخیص، قرنطین او علاج لپاره ټاکلي دي، کافي نه دي او په بشپړ ډول بسنه نه کوي. په کار ده چې په دې برخه کې د امکاناتو د موجودیت ترڅنګ هم د مرکزونو د زیاتوالي او هم د پراخوالي پر سر بیا غور وشي او ژر ترژره پکې په دې ناروغۍ د اخته کسانو درملنه وشي.
دا چې لا هم افغانستان د امکاناتو او درملنې بشپړو زمینو ته لاسرسی نه دی موندلی، د عامې روغتیا وزارت باید په دې برخو کې له دوستو هېوادونو د مرستې غوښتنه وکړي. دا هغه څه دي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا هم ورته متوجه ده. دې شورا په يوې خپرې کړې اعلامیه کې روغتیا وزارت سپارښتنه کړې، چې د روغتیا نړیوال سازمان سره په همغږۍ مخته لاړ شي او همدارنګه له ایران سره پر پوله دې د کرونا د کنټرول او مخنیوي اقدامات وکړي.
پر دې مسالې ډېر ټينګار ځکه کېږي چې هم د ولس ژوند او روغتیا مهم دي او هم د امکاناتو مساله. تر چين وروسته ایران په سیمه کې یو له هغو هېوادونو دی چې سیستم په کې فعال دی، خو لیدل کېږي چې سره له دې هم د کرونا پېښې ورځ تر بلې په کې زیاتېږي او ولس خپل حکومت په دې ملامتوي چې په وخت اقدامات يې نه دي ترسره کړي او حتی ډېر شمېر خلک يې د عادي امکاناتو لکه د ماسکونو د نه موجودیت شکایت کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA