ads

د پکتیکا ولسونه وايي، تل د نظام او امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي

د پکتیکا د يحيي خېل ولسوالۍ قومي مشر ملک سردارخان وویل، د افغان امنیتي ځواکونو د سرښیندنو له برکته نن په ټول هېواد او ځانګړي ډول يحيي خېل کې خلک په ارامه فضا کې ژوند کوي. هغه څرګندوي، دوی تل د سرتیرو تر څنګ ولاړ دي او په وینا يې د دوی قربانیو ته په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 کب 1398
د پکتیکا ولسونه وايي، تل د نظام او امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي

د پکتیکا د يحيي خېل ولسوالۍ قومي مشر ملک سردارخان وویل، د افغان امنیتي ځواکونو د سرښیندنو له برکته نن په ټول هېواد او ځانګړي ډول يحيي خېل کې خلک په ارامه فضا کې ژوند کوي.
هغه څرګندوي، دوی تل د سرتیرو تر څنګ ولاړ دي او په وینا يې د دوی قربانیو ته په کتو باید چې د هغوی لا ډېره ستاینه وشي.
حاجي نورمحمد او ګل خان وايي، افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه له سختو کړاونو سره سره له هېواد سره د بې شمېره میني په خاطر په ځان زیاتې ستونزې قبولي، هېواد او خلکو ته د ارام ژوند زمینه برابروي.
هغوی وویل، د دوی د همدې سرښیندنو له کبله دا حق لیدل کېږي، چې ولسونه يي وستايي او په ویاړ يې همدا ډول پرتمیني غونډې جوړې کړي.
پر همدې مهال د یحيی خېل ولسوالۍ امنیه قومندان بدرالدین حیدري له کلید سره په خبرو کې وویل، د عام اولس همدا هڅونه دوی ته لا ډېر مورال ورکوي او له خپل هېواد څخه د دفاع حس يي پیاوړی کېږې.
هغه زیاتوي، چې په هر حالت کې له خپلې خاوري او خلکو څخه ساتنه کوي او هېچا چاته اجازه نه ورکوي، چې په سیمه کې د تاوتریخوالي او عام اولس د زورولو لپاره کو اقدام ترسره کړي.
د کب نهه د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په توګه په ټول هېواد کې نمانځل کېږې ، خو د پکتیکا په يحیی خېل ولسوالۍ کې ګڼو خلکو پرون د سرتیرو غاړو ته هارونه واچول او په ډولو او اتڼونو يي هغوی بدرګه کړل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA