ads

په هلمند کې د شګوفې نورزۍ په نوم خیریه بنسټ پرانیستل شو

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې شګوفې نورزۍ له لوري د شګوفې نورزۍ په نوم خیریه بنسټ پرانیستل شو، چي په لومړي ځل د یاد خیریه بنسټ په نوم، شپږ قلمه خوراکي توکي پر غریبو او اړمنو کورنیو ووېشل شول. په مرسته شوو توکو کې اوړه، غوړي، چای، بوره، لوبیا او اورلګیت […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 کب 1398
په هلمند کې د شګوفې نورزۍ په نوم خیریه بنسټ پرانیستل شو

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې شګوفې نورزۍ له لوري د شګوفې نورزۍ په نوم خیریه بنسټ پرانیستل شو، چي په لومړي ځل د یاد خیریه بنسټ په نوم، شپږ قلمه خوراکي توکي پر غریبو او اړمنو کورنیو ووېشل شول.
په مرسته شوو توکو کې اوړه، غوړي، چای، بوره، لوبیا او اورلګیت شامل وو.
اغلې نورزۍ وویل، دغه خیریه بنسټ د الله ج د رضا او د هلمند د غریبو وګړو د لاسنیوي په هدف جوړ شوی دی.
نوموړې داهم وویل، له کلونو راهیسي یې یوازنې هدف دادی، څو له بېوزلو کسانو سره مرسته وکړي.
د هغې په وینا، له اوږده ځنډ وروسته له بریبو وګړو په لاسنیوي وتوانېدله.
په ورته وخت کې بیا په ټولنیزو چارو کې د هلمند د مقام مرستیال بسم الله روحاني، د شګوفې نورزۍ د خیریه بنسټ ستاینه وکړه او پر سوداګرو یې غږ وکړ، چې په دې برخه کې له بې سرپرسته کورنیو سره مرستې وکړې .
بلخوا بیا، د دغو مرستو دوېش پرمهال د هلمند یو تن قومي مشرملا قاسم له بېوزلو کسانو سره د هغې له مرستې مننه وکړه او له نورزۍ څخه یې وغوښتل چې د ځوانانو د لوړو زده کړو لپاره هڅې وکړي.
په هلمند کې د شګوفې نورزۍ بنسټ له لوري پر داسې مهال له غریبو خلکو سره مرسته کېږي، چې تر دې وړاندې یو شمېر ځوانانو د درمان په نوم له خلکو راټولې شوې مرستې پر بېوزلو کورنیو وېشلې وي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA