ads

له پاکستان سره سياسي ترينګلتيا د افغانستان اقتصادي وده نه ده کمزورې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ ملي احصاييه وايي، په ۱۳۹۸ لمريز کال کې له پاکستان سره د سياسي ترينګلتيا له کبله که څه هم د افغانستان د صادراتو بهير ټکنی شوی و؛ خو د تېر کال په پرتله يوازې ۱،۳ سلنه کموالی پکې راغلی دی. د سوداګرۍ ملي احصايې د سې شنبې پر ورځ د افغانستان […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 کب 1398
له پاکستان سره سياسي ترينګلتيا د افغانستان اقتصادي وده نه ده کمزورې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ ملي احصاييه وايي، په ۱۳۹۸ لمريز کال کې له پاکستان سره د سياسي ترينګلتيا له کبله که څه هم د افغانستان د صادراتو بهير ټکنی شوی و؛ خو د تېر کال په پرتله يوازې ۱،۳ سلنه کموالی پکې راغلی دی.
د سوداګرۍ ملي احصايې د سې شنبې پر ورځ د افغانستان د وارداتو او صادراتو کلنی راپور له رسنيو سره شريک کړ او ویې ویل، له سيمې سره د افغانستان اقتصادي اړيکې د دې لامل شوې، چې سږکال له پاکستان سره سياسي ترينګلتيا د افغانستان پر اقتصادي ودې هومره اغېز ونه کړي.
د سوداګرۍ ملي احصايې مسلکي مرستيال حسيب الله موحد وويل، په روان کال کې د ۳۰۲ ميليونو ډالرو په ارزښت، وچې مېوې د افغانستان د صادراتو تر ټولو ډېره برخه جوړوي.
د سوداګرۍ ملي احصايې د راپور له مخې، په ۱۳۹۸ مالي کال کې په رسمي ډول د ثبت شوو صادراتو ارزښت ټول ټال ۸۶۳ اعشاريه ۸ ميليونو ډالرو ته رسېږي، چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله يو اعشاريه ۳ سلنه کموالی په ډاګه کوي.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي مشر امير حمزه اسلمي وايي، له پاکستان سره سياسي ترينګلتياوې او پر افغان سوداګرو د همدغه هېواد له لوري اقتصادي بنديزونه ښايې د افغانستان د صادراتو د بهير پر ټکني کېدو اغېز کړی وي.
تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د صادراتي توکو د ارزښت کچه کمه ښودلې وه؛ خو د ياد وزارت د صادراتو د پراختيا مشر شبير بشردوست د يادو متناقضو ادعاوو په اړه وويل، تراوسه یې دليل روښانه نه دی.
د سوداګرۍ ملي احصايې په کلني راپور کې راغلي، چې افغانستان د سيمې د اقتصادي څلور لارې په توګه کولی شي په راتلونکو کلونو کې د اقتصادي ودې لپاره رغنده رول ولوبوي.
تر دې وړاندې نړيوال بانګ هم په يو راپور کې ويلي وو، چې افغانستان د جګړې په غېږه کې بياهم د تېرو کلونو په پرتله نسبتا ښه اقتصادي وده کړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA