په یاد لاریون کې، چې ګڼ شمېر کسانو برخه اخیسته وه، د موازي حکومت جوړونې پر ضد او د جمهور رییس محمد اشرف غني په ملاتړ شعارونه ورکړل شول.
لاریون کوونکو وویل، هیېچا ته دا اجازه نه ورکوي، چې د ټاکنو پایلې په یوه او بل نوم وننګوي او په دې برخه کې یې سرغړونکي قانون ماتوونکي وبلل.
دوو تنو لاریون کوونکو حاجي شریف او نعمت الله عدالت وویل، دا اجازه هم چا ته نه ورکوي، چې تېرو لاسته راوړنو ته په سپکه سترګه وګوري او په ورته وخت کې یې ګواښ وکړ چې، که اړتیا شوه له حکومت څخه د ملاتړ په خاطر به لسګونه زره قومي اربکي د خدمت په توګه وګماري.
یاد لاریون په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان وروسته په مختلفو ولایتونو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر محمد اشرف غني ملاتړي د دوی د بریا جشنونه لمانځلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


