د امريکا او سعودي عربستان امنيتي ځواكونو په فارس خليج كې د سمندر ساتنې په نوم ګډ پوځي تمرينونه پيل كړل.
په دې تمرينونو كې د دواړو هېوادونو سلګونه سرتېري برخه لري.
د سعودي عربستان پوځي قوماندان محمد الغمدي رسنيو ته وويل، د پيل شوو عملياتو هدف د سمندرونو امنيت خوندي کول، د اوبو ساتنه او د دواړو لورو ترمنځ د همکاريو پياوړتيا ده.
بايد وويل شي، چې سعودي عربستان د خپل پوځ لپاره تر ډېره وسلې له امريکا پېرې او واشنګټن په ځلونو د دغه هېواد د ملاتړ خبر ورکړى دى.
تراوسه د ايران په ګډون د سعودي عربستان ګاونډيو هېوادونو د يادو عملياتو په اړه غبرګون نه دى ښودلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


