ads

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د تاوتریخوالي د کمښت اونۍ ولمانځل شوه

د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې لسګونو قومي مشرانو او ځوانانو د تاوتریخوالي د کمښت او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ. د هلمند په نهرالسراج ولسوالۍ کې په لسګونو ولسي وګړو د تاوتریخوالي د کمښت په هدف غوڼده ترسره شوه، چې یادې ولسوالۍ ولسي وګړو د تاوتریخوالي د کمښت او امنیتي ځواکونو څخه ملا تړوکړ. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 کب 1398
د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د تاوتریخوالي د کمښت اونۍ ولمانځل شوه

د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې لسګونو قومي مشرانو او ځوانانو د تاوتریخوالي د کمښت او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ.
د هلمند په نهرالسراج ولسوالۍ کې په لسګونو ولسي وګړو د تاوتریخوالي د کمښت په هدف غوڼده ترسره شوه، چې یادې ولسوالۍ ولسي وګړو د تاوتریخوالي د کمښت او امنیتي ځواکونو څخه ملا تړوکړ.
په دې غوڼده کې د نهرالسراج ولسوالۍ مسولینو وویل، ټول امنیتي سرتیري په دفاعي حالت کې دې او تراوسه په دې ولسوالۍ کې کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځ ته شوې.
د یادې ولسوالۍ لسګونه قومي مشرانو، ځوانانو او مېرمنو د یوې غوندې په ترڅ کې د تاوتریخوالي د کمښت اونۍ د لمانځلو تر څنګ د امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ او له طالبانو څخه یې د تلپاتې سولې د راتګ غوښتنه وکړه.
د دوی په خبره، په سوله کې ښه ژوند، پرمختګ او خیر دی.
نهرالسراج (ګرشک ) د هلمند هغه امنه ولسوالۍ بلل کېږي، چې تر ډېره له جګړې څخه په امن کې ده.
د دې ولسوالۍ ولسوال مولاداد توبګار وایي، د جمهور رییس محمد اشرف غني په لارښوونه ټولو امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې، چې جګړه ودروي او په دفاعي حالت کې پاتې شي.
ښاغلي توبه ګار همداراز له امنیتي ځواکونو وغوښتل چي خپلو دندو ته متوجه او پر ولسونو یې ږغ وکړ، چي د خپلو امنیتي سرتیرو په ملاتړ او د سولې د راتګ په هدف له دې لړۍ ملاتړ وکړي.
د تاوتریخوالي کمښت نه یوازې په هلمند کې امنیتي سرتیري په دفاعي حالت کې دي، بلکې د هېواد په ټولو ولایتونو کې جګړه کابو شوې ده .
په نهرالسراج ولسوالۍ کې دتاوتریخوالې د کمښت د غونډې پرمهال بیا د دې ولایت د ۲۱۵ میوند قول اردو د درېیمي پلي لېوا قومندان ډګروال محمد داود ناصري وویل، د مرکزي حکومت اوامر ته یې غاړه اېښې او تمه لري چې سولې ته د رسېدو په هدف به تاوتریخوالۍ لا کم کړي.
د یادولو وړ ده، چې د تاوتریخوالي د اونۍ له پیله بیا تر دا مهاله د دغه ولایت په مرکز سربېره په یو شمېر نورو سیمو کې هم د تاوتریخوالي د کمښت هرکلی شوی او په پار یې جشنونه نیول شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA