ads

د امريکا جمهور رئيس په يوه رسمي سفر هند ته رسېدلى

د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ نن سهار په يوه رسمي دوه ورځني سفر هند ورسېد. د دغه سفر هدف د نوي ډيلي او واشنګټن ترمنځ د اړيکو پياوړي کېدل ښودل شوي دي. له ټرمپ سره په ياد سفر کې د ده مېرمن منيلا ټرمپ او لور يې ايوانکا ټرمپ هم ملتيا کوي، چې د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 کب 1398
د امريکا جمهور رئيس په يوه رسمي سفر هند ته رسېدلى

د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ نن سهار په يوه رسمي دوه ورځني سفر هند ورسېد.
د دغه سفر هدف د نوي ډيلي او واشنګټن ترمنځ د اړيکو پياوړي کېدل ښودل شوي دي.
له ټرمپ سره په ياد سفر کې د ده مېرمن منيلا ټرمپ او لور يې ايوانکا ټرمپ هم ملتيا کوي، چې د دوى د هرکلي لپاره زرګونه هنديان را ټول شوي وو.
د بهرنيو رسنيو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د امريكا جمهور رئيس له هند سره د سوداګرۍ په برخه کې مهمې سوداګريزې هوکړې هم لاسليک کړي.
د يادولو وړ ده، چې دا هند ته د ټرمپ لومړى سفر دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA