د ارزګان سلګونه اوسېدونکي د دغه ښار واټونو ته راووتل او د تاوتریخوالي د کمښت اونۍ یې ولمانځله.
دوي د تاوتریخوالي د کمېدو د روانې اوونۍ هرکلی وکړ او د تلپاتې سولې غوښتونکي شول.
ياد کسان د جګړې له ښکېلو لورو غواړي، چې پخپل منځ کې تلپاتې اوربند او سوله وکړي.
په لاريون کې ديني عالمانو او مدني فعالانو د جګړې پر زيانونو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې ژر تر ژره دې بين الفغاني خبرې پیل شي.
لاريوونکوونکي وايي، د جګړې دواړو خواوو ته افغانان وژل کېږي، نو د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته جدي اړتیا ده.
دغه کسان پر نړیوالو هم غږ کوي، چې د افغان سولې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او د افغانانو ترمنځ رښتینې سوله رامنځته کړي.
په ورته وخت کې په یاد ولایت کې بیا د کلو د وکيلانو له لوري هم د تاوريخوالي د کمولو د اوونۍ د هرکلي په هدف غونډه نيول شوې وه او ورته غوښتنې پکښي وشوي.
په ولایتونو کې د تاوتریخوالي د کمېدو اونۍ پر داسې مهال لمانځل کېږي، چې ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې پر ۲۹مه نېټه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي، چې دغه هوکړه د امریکایي ځواکونو وتلو او د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته لار هواروي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


