ads

په ننګرهار کې سولې ته هڅوونکی انځوریز نندارتون پرانیستل شو

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د سولې له پيغامونو ډک انځوریز ننداتون پرانستل شو. دا نندارتون د هنرلار فرهنګی دفتر په دې ولایت کې پرانیستی، چې د مسولینو په خبره یې د ۷ ولایتونو ځوانان ښځې او نارینه ورسره مله دي. د یاد دفتر ولایتي مسول الیاس وحدت […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
4 کب 1398
په ننګرهار کې سولې ته هڅوونکی انځوریز نندارتون پرانیستل شو

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د سولې له پيغامونو ډک انځوریز ننداتون پرانستل شو.
دا نندارتون د هنرلار فرهنګی دفتر په دې ولایت کې پرانیستی، چې د مسولینو په خبره یې د ۷ ولایتونو ځوانان ښځې او نارینه ورسره مله دي.
د یاد دفتر ولایتي مسول الیاس وحدت کلید ته وویل، دا یې د عامو خلکو لپاره پرانیستی، څو په ټولیز ډول عامه ذهنیت سولې او پخلاینې ته چمتو کړي.
په نندارتون کې د دریدلي بکس په نوم هم یو څه نندارې ته اېښودل شوي، چې د وحدت په خبره له دې د دغه کار هدف د خلکو د زړه د ریښتیني غږ راټولول دي.
دی وايي، په دې بکس کې د ډېرو دردېدلو زړونو غږونه راټولوي.
له نندارتون نه سلګونه عام خلک هم لیدنه کوي او د سولې پيغامونه لولي او په لاس د کښل شوو انځورونو لیدنه کوي.
ښایي ډېرو ته دا تکراري وي، خوبیا یې هم ځوانان د ذهنیت جوړونې تر ټولو اغېزمنه لار بولي.
په ننداتون کې د پيغلې هم د نارینه وو ملتیا کوي او وایي، خوښې دي، چې په زیات شمېر ځوانان د سولې مینه وال دي او له جګړې کرکه لري.
سنیکا، چې له کابله راغلې وايي، دوی دلته د سولې له ښکلي پيغام سره راغلي او د ولسونو هڅونه چې ګوري لا نور هم هڅېږي، چې کار وکړي.
ننګرهارکې د سولې او راځئ خبرې وکړو په نوم دا ډول حرکتونه په دې وروستیو کې ډېر ترسترګو کېږي.
یو شمېر وایي، دا ډول حرکتونه بیا هیلې ژوندۍ کوي او په لیدو یې داسې برېښي، چې نور د جګړې لمنه په ټولیدو ده.
عام ولسونه هم بیا د دا ډول حرکتونو هرکلی کوي او د سولې په برخه کې په عامه ذهنیت جوړونه کې یې تر هر څه ډېر اغېزمن بولي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA