ads

په ننګرهار کې د بایسکل ځغلونې سیالي ترسره شوې

په ننګرهار كې د نهو ولايتونو لوبغاړو د ۲۰ كيلو مټره مزل په كولو سره د بايسكل ځغلونې سيالي ترسره كړه. په دې سيالۍ كې د ننګرهار، کابل، لغمان، کونړ، کندهار، لوګر، خوست، باميان او غزني ولايتونو لسګونو بايسكل ځغلوونكو ګډون كړى و، چې د سولې پيغام د ورکړې ترڅنګ يې د ډاکټر تېتسو ناکامورا […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
4 کب 1398
په ننګرهار کې د بایسکل ځغلونې سیالي ترسره شوې

په ننګرهار كې د نهو ولايتونو لوبغاړو د ۲۰ كيلو مټره مزل په كولو سره د بايسكل ځغلونې سيالي ترسره كړه.
په دې سيالۍ كې د ننګرهار، کابل، لغمان، کونړ، کندهار، لوګر، خوست، باميان او غزني ولايتونو لسګونو بايسكل ځغلوونكو ګډون كړى و، چې د سولې پيغام د ورکړې ترڅنګ يې د ډاکټر تېتسو ناکامورا د کړنو قدرداني وکړه.
د زهرې سلطاني، محمد باقر او سميع الله مومند په نومونو د بايسکل ځغلونې لوبغاړي وايي، سوله د هېوادوالو اړتيا ده او دوى غوښتل د يادې سيالۍ په ترسره كولو سره حكومتي ځواكونو او وسله والو مخالفينو ته د سولې پيغام ورسوي.
بلخوا دوى د ناكامورا هڅې وستايلې او نوموړى يې د افغانستان لپاره رښتينى خدمتګار ياد کړ.
د هېواد د بايسكل ځغلونې فدراسيون رئيس فضل احمد فضلي ويلي، د دغو سياليو لومړي، دوهم او درېيم مقام ګټونكو ته ډالۍ وركړل شوې.
بايد وويل شي، چې د PMS په نوم د جاپانۍ خيريه موسسې مشر ډاکټر تېتسو ناکامورا سږ كال د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار کې د وسله وال بريد په ترڅ كې ووژل شول.
هغه د ښو خدمتونو له كبله افغانى افتخاري تابعيت ترلاسه كړى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA