د عراق امنيتي چارواکو خبر ورکړى، چې د دې هېواد په پايتخت بغداد کې درې پرله پسې چاودنې شوې دي.
د دوى په خبره، په يادو چاودنو کې ۱۷ کسان ژوبل شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
د دغو چاودنو مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.
دا په داسې حال کې ده، چې د يوې اونۍ په اوږدو کې په بغداد کې پنځه چاودنې شوي، چې تر ډېره ملکي کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د عراق په پايتخت بغداد کې چاودنې داسې مهال زور اخلي، چې عراقي پارلمان له دې هېواده د امريکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


