ads

په خوست کې په لومړي ځل د ښې حکومتوالۍ مرکز پرانیستل شو

مسولین وايي، د ښې حکومتوالۍ د مرکز په پرانیستل کېدو سره به خلک له سرګردانۍ او له ساعتونو په تمې پاتې کېدو خلاص شي، عریضې او نور اړوند ستونزې به یې له لسو نیولي تر شلو دقیقو حلېږي. د خوست والي حلیم فدایي د یاد مرکز د پرانیستو پر مهال وویل، تر دې وروسته د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
4 کب 1398
په خوست کې په لومړي ځل د ښې حکومتوالۍ مرکز پرانیستل شو

مسولین وايي، د ښې حکومتوالۍ د مرکز په پرانیستل کېدو سره به خلک له سرګردانۍ او له ساعتونو په تمې پاتې کېدو خلاص شي، عریضې او نور اړوند ستونزې به یې له لسو نیولي تر شلو دقیقو حلېږي.
د خوست والي حلیم فدایي د یاد مرکز د پرانیستو پر مهال وویل، تر دې وروسته د ده په ګډون د ولایت مقام څلورو ریاستونو ریسان، امران، مدیران او مامورین ټول د یو چتر لاندې د مراجعینو په خدمت کې دي.
په ورته مهال د ولایت مقام سکتوري ریس بهرام بهیر او یو بل مامور قابل جان بدلون وویل، دا مرکز د همکارۍ کولو او همکارۍ غوښتلو، د کارمندانو ترمنځ د روابطو د تقویې او په ټوله کې د مامورینو ترمنځ د ښو اړیکو یو ښه چاپیریال دی.
د مسولینو په وینا، اوس مهال به د ښې حکومتوالۍ په دغه مرکز کې د والي په ګډون د ولایت مقام ۵۳ مامورین په یوځای کار کوي، چې په دې سره به له یوې خوا کارونه پروخت پای ته رسېږي او له بل لوري به واسطه او نورو اړیکې پاللو ته پکې د پای ټکی کېښودل شي.
خلک هم دغه ډول کاري چاپيریال برابرول مثبت ګام بولي، خو له مسولینو غواړي چې د خوست په ټولو ادارو کې ورته مرکزونه جوړکړي، څو خلک له ستونزو او سرګردانیو خلاص شي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA