پرون په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي دکمښت د اونۍ دپیل ورځ وه. د طالبانو او امریکا تر منځ د کېدونکې هوکړې له مخې به د یوې اونۍ لپاره ټول په افغانستان کې وسله وال طالبان د افغانستان پر امنیتي ځواکونو او بهرنیوسرتیرو بریدونه نه کوي اود حکومت او بهرنیو ځواکونو له لوري به پر وسله والو طالبانو هم بریدونه نه کېږي.
زرګونه زابلیانو په اتڼوڼو او ډولونو دتاوتریخوالي د کمښت د پیل هرکلی وکړ.
د زابل یوشمېر قومي مشرانو، چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړي و، تاوتریخوالي کموالی یې د جګړې د ښکیلو غاړو ترمنځ نیک ګام وباله او زیاته یې کړه، چې باید د شوې هوکړي له مخې ټول بهرني ځواکونه د افغانستان څخه ووځي، چې په هېوادکې د سرتاسري سولې او بین الافغاني خبرو د پیل لپاره زمینه برابره شي.
دوی زیاته کړه، کلونه کلونه وړاندې یې د بهرنیو ځواکونو په نشت کې د خپل هېواد ساتنه کړې او اوس هم دا وړتیا لري چې خپل هېواد وساتي.
دغه قومي مشران تمه ښيي چې ښکیلي غاړې دې په خپلو کې دایمي اوربند وکړي.
زابلي ځوانان هم د جګړې دښکیلو غاړو ترمنځ دیوې اوونۍ لپاره دتاوتریخوالي کموالي ته خوښ دي اوزیاتوي چې که یوه ورځ هم په هېواد کې دویني تویدنې مخنیوي وشي، دا د ټولو افغانانو په ګټه ده .
زابلي ځوانان وايي، دولت او وسله وال طالبان دې په خپل منځ کې اوربند وغځوي او سوله دې وکړي.
زابل مېشتي په داسي حال کې د تاوتریخوالي دکموالي هرکلي کوي، چې تمه کېږي، ډېر ژر د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي، چې پر بنسټ یې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وځي او بین الافغاني خبرو ته لار هوارېږي.


