ads

د پکتیکا پولیسو د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۹ کسان نیولي

د پکتیکا امنیه قومندان سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، په تېره یوه اونۍ کې پولیسو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې عملیات ترسره کړي دي. هغه څرګندوي، په ترسره شوو عملیاتو کې ۱۹ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي ، چې د هغه په قول ځينو يي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
4 کب 1398
د پکتیکا پولیسو د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۹ کسان نیولي

د پکتیکا امنیه قومندان سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، په تېره یوه اونۍ کې پولیسو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې عملیات ترسره کړي دي.
هغه څرګندوي، په ترسره شوو عملیاتو کې ۱۹ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي ، چې د هغه په قول ځينو يي په خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.
د پکتیکا امنیه قومندان همداشان وايي، د یوسف خېل ولسوالۍ اړوند د خیربین په سیمه کې د ډبرو سکرو کان، چې په غیرقانوني توګه کیندل کېده، کان تخریب شوی او په تړاو يي درې کسان نیول شوي دي.
سمونوال نثاراحمد وویل، د امنیتي ځواکونو عملیات دقیق وو، چې په وینا يي له همدې امله عامو وګړو او پولیسو ته پکې کوم زیان هم نه دی اوښتی.
یاده دي وي چې په پکتیکا کې په لومړي ځل د ډبرو سکرو کان د کیندنې او په تړاو يي د امنیتي چارواکو له لوري د کسانو د نیول کېدو خبر ورکول کېږې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA