ads

د ترکيې او روسيې په ګډون يو شمېر هېوادونه د سوريې په تړاو غونډه کوي

د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د سوريې د ادليب ولايت د امنيتي حالت په تړاو په انقره كې د يوې غونډې د جوړولو خبر ورکړ. هغه وويل، دا غونډه به د راتلونكې مارچ مياشتې په پنځمه نېټه جوړه شي، چې د جرمني لومړۍ وزيره انګلا مېرکل، د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين، د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
4 کب 1398
د ترکيې او روسيې په ګډون يو شمېر هېوادونه د سوريې په تړاو غونډه کوي

د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د سوريې د ادليب ولايت د امنيتي حالت په تړاو په انقره كې د يوې غونډې د جوړولو خبر ورکړ.
هغه وويل، دا غونډه به د راتلونكې مارچ مياشتې په پنځمه نېټه جوړه شي، چې د جرمني لومړۍ وزيره انګلا مېرکل، د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين، د فرانسې جمهور رئيس ايمانوېل مکرون او د يو شمېر نورو هېوادونو استازي به په کې ګډون ولري.
د اردوغان په خبره، په ادليب ولايت كې سوله دوى ته لومړيتوب لري او ياده غونډه په همدې هدف جوړېږي.
ترکيه، روسيه او ځينې نور هېوادونه په داسې حال کې د سوريې د ادليب ولايت د امنيتي حالت ارزولو په هدف غونډه کوي، چې هلته د ترکي سرتېرو، بشار الاسد ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ شخړو زور اخيستى دى.
ترکيې څه موده وړاندې په سوريه کې د سولې چينې په نوم عمليات پيل کړل، چې هدف يې د کرد وسله والو په وړاندې وسله واله مبارزه ياده کړه، خو د امريکا په ګډون د ګڼو نورو هېوادونو له مخالفت سره مخ شول.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA