د جمهوري رياست ټاكنو د وروستيو پايلو په وړاندې معترض كانديد عبدالله عبدالله نن محمد نور رحماني د سرپل د والي په توګه وټاكه.
د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټاكنيزې ډلې وياند فريدون خوځون له كليد سره په خبرو كې د دغې ډلې له لوري د سرپل لپاره د نوي والي معرفي كول تاييد كړل.
خوځون وايي، ټاكل شوې د نن ورځې تر پايه د دوى له خوا شاوخوا څلورو نورو ولايتونو ته هم نوي واليان معرفي شي او دا لړۍ دوام لري.
د جمهوري رياست ټاكنو د وروستيو پايلو له مخې محمد اشرف غني د څه باندې ۵۰ فيصده رايو په ترلاسه كولو سره د دې ټاكنو ګټونكى اعلان شو.
خو عبدالله عبدالله وايي، د خلكو د پاكو رايو پر بنسټ د ټاكنو ګټونكى دى او د ده په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاكنيزه ډله به ټول شموله حكومت جوړ كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ