د ملي دفاع وزارت وايي، په كاپيسا او كونړ ولايتونو كې د ځمكنيو عملياتو او هوايي بريدونو په ترڅ كې ۱۹ داعش وسله وال وژل شوي دي.
ياد وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې كومانډو ځواكونو د كاپيسا په نجراب ولسوالۍ كې د عملياتو په مهال شپږ داعشيان وژلي او د هغوى د وسلو او مهماتو يوه زېرمه يې ويجاړه كړې ده.
په خبرپاڼه كې راغلي، چې هلته په يوه هوايي بريد كې هم شپږ داعش وسله وال وژل شوي دي.
سرچينې بيا د كونړ په څوكۍ ولسوالۍ كې د هوايي بريد له كبله د اوو داعشيانو د وژل كېدو خبر وركړى دى.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.