ads

په بادغيس كې اتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغان ځواكونو په بادغيس كې اتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. له ۲۰۷ ظفر قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د هېواد ملي دفاعي ځواكونو تېره ورځ د هوايي سرتېرو په ملاتړ په بالامرغاب ولسوالۍ كې عمليات ترسره كړي دي. د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو […]

نویسنده: hewadpal
2 کب 1398
په بادغيس كې اتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغان ځواكونو په بادغيس كې اتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
له ۲۰۷ ظفر قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د هېواد ملي دفاعي ځواكونو تېره ورځ د هوايي سرتېرو په ملاتړ په بالامرغاب ولسوالۍ كې عمليات ترسره كړي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې د حاجي لالا د ډلې څلور طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA