ads

د تورخم ښارګوټي د ګمرك عوايد لوړ شوي

د ننګرهار د تورخم ښارګوټي د ګمرك عوايد د تېر لمريز كال د مرغومي او سلواغې مياشتو په پرتله د روان كال په دغو مياشتو كې ۱۳۳ ميليونه افغانۍ لوړ شوي دي. د ننګرهار د ګمرک رئيس احمد نويد بشريار وايي، د تېر کال په مرغومي او سلواغې مياشتو كې د تورخم ښارګوټي د ګمرک […]

نویسنده: hewadpal
2 کب 1398
د تورخم ښارګوټي د ګمرك عوايد لوړ شوي

د ننګرهار د تورخم ښارګوټي د ګمرك عوايد د تېر لمريز كال د مرغومي او سلواغې مياشتو په پرتله د روان كال په دغو مياشتو كې ۱۳۳ ميليونه افغانۍ لوړ شوي دي.
د ننګرهار د ګمرک رئيس احمد نويد بشريار وايي، د تېر کال په مرغومي او سلواغې مياشتو كې د تورخم ښارګوټي د ګمرک عوايد نېږدې ۳۷۵ ميليونه افغانۍ وو، خو سږ كال په يادو مياشتو كې دې ګمرك خپل عوايد نېږدې ۵۰۸ ميليونه افغانيو ته لوړ کړي دي.
د نوموړي په خبره، په روان كال كې به د ننګرهار د ګمرك په عوايدو كې د پام وړ زياتوالى راولي.
د تورخم ښارګوټي د ګمرک مدير امان الله کليوال ويلي، چې هلته سوداګرو ته د لازمو اسانتياوو برابرېدو او په ښه ډول د چارو ترسره كېدو له كبله په عوايدو كې لوړوالى راغلى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA