افغان سرتېرو د كندهار په ښورابك ولسوالۍ كې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې امنيتي او دفاعي ځواکونو تېره شپه د ښورابک ولسوالۍ د سرو څاګانو په سيمه کې عمليات ترسره کړل.
د سرچينې په خبره، د دغو عملياتو په مهال ۱۸ طالبان ووژل او اووه تنه نور ژوبل شول.
په خبرپاڼه کې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي راغلي.
وسله والو طالبانو لا په دې اړه تبصره نه ده كړې.