ads

خليلي: نړيواله ټولنه دې د ټاكنيزو لانجو د حل لپاره مداخله وكړي

د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي د دې ترڅنګ، چې د جمهوري رياست ټاکنو د اعلان شوو پایلو مخالفت کوي، له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د ټاکنیزو لانجو په حل کولو کې دې مداخله وکړي. خلیلي د جمعې په ورځ د کابل په لوېدیځ کې په یوه غونډه کې وویل، د دوی هیله […]

نویسنده: hewadpal
کب 2, 1398
خليلي: نړيواله ټولنه دې د ټاكنيزو لانجو د حل لپاره مداخله وكړي

د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي د دې ترڅنګ، چې د جمهوري رياست ټاکنو د اعلان شوو پایلو مخالفت کوي، له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د ټاکنیزو لانجو په حل کولو کې دې مداخله وکړي.
خلیلي د جمعې په ورځ د کابل په لوېدیځ کې په یوه غونډه کې وویل، د دوی هیله له نړیوالې ټولنې دا وه، چې په ټاکنو کې د ښکاره درغلیو په اړه یې غبرګون ښودلای وای، خو هغوی یوازې ننداره کوله.
نوموړی وایي، اوس یې له نړیوالې ټولنې غوښتنه دا ده، چې نور دې ننداره پرېږدي او په ټاکنو کې د درغلیو په اړه دې په عمل کې لاس په کار شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت د ګوند مشر او د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ملاتړی محمد محقق وایي، د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې له خوا د بریا اعلان واقعي دی.
هغه زیاتوي، دوی ته په ټاکنو کې درغلۍ او د درغلیو پر بنسټ اعلان شوې پایلې د منلو وړ نه دي.
محقق په ورته وخت کې وويل، دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې، چې په تېرو ټاکنو کې بریالۍ اعلان شوې، ترې غوښتي وو، چې د ټاکنو د پایلو خلاف دې غږ نه پورته كوي، خو نوموړی وایي، ده ورته ویلي، تر هغې چې د جمهوري ریاست ټاکنو اعلان شوې پایلې باطلې نه شي، دوی به یې په ضد ولاړ وي.
دا په داسې حال کې ده، چې له نېږدې پنځو میاشتو وروسته د تېرې سې شنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې او محمد اشرف غني یې د ۵۰ اعشاریه ۶۴ فيصده رایو په ترلاسه کولو سره د دغو ټاکنو ګټونکی وباله، خو له دې اعلان لږ وروسته د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې هم خپله بریا اعلان کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA