د چین رسنیو تازه خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د کورونا ویروس له کبله د مړو شوو کسانو شمېر ۲۱۱۲ زره تنو ته ورسېد، چې ډېری وژل شوي کسان د هوبي ولایت اوسېدونکي دي.
د چين ملي روغتيايي كمېسيون نن سهار اعلان وكړ، چې هلته ۱۰۸ نورو كسانو د كورونا ويروس له كبله خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
د راپورونو پر بنسټ، په چين كې پر كورونا ويروس د اخته كسانو شمېر ۷۵۰۰۰ تنو ته لوړ شوی دی.
له چينه بهر بيا په نېږدې ۳۰ نورو هېوادونو كې كورونا ويروس مثبتې پېښې ثبت شوي دي.