ads

د خوست د تڼيو ولسوالۍ ځوانانو د نشه یي توکو د مخینوي په پار قومي تړون وکړ

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، هر څوک چې د نشه يي توکو په خرڅلاو او يا استعمال وليدل شي، نو قوم به ورڅخه د جريمې په ډول سل زره افغانۍ اخلي. د تڼيو ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر اجمل ايوب زي دغې غونډې ته وويل، پخپله سيمه کې چاته اجازه نه ورکوي، چې نشه يي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
1 کب 1398
د خوست د تڼيو ولسوالۍ ځوانانو د نشه یي توکو د مخینوي په پار قومي تړون وکړ

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، هر څوک چې د نشه يي توکو په خرڅلاو او يا استعمال وليدل شي، نو قوم به ورڅخه د جريمې په ډول سل زره افغانۍ اخلي.
د تڼيو ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر اجمل ايوب زي دغې غونډې ته وويل، پخپله سيمه کې چاته اجازه نه ورکوي، چې نشه يي توکي پېر او پلو وکړي او یایې وکاروي.
د نوموړي په خبره نشه توکي پلرونکی به په قوم کې په غم او ښادۍ بند وي او هېڅوک به ورسره ناسته ولاړه نه کوي.
د حکيم ولي په نوم يو تن قومي مشر وويل، دا چې نشه يي توکي هر ډول ناروا عمل ته لار هواروي، نو دوی پرېکړه وکړه، چې سر له نن څخه به په تڼيو ولسوالۍ کې د نشه يي توکو خرڅلاو او استعمال ته اجازه نه ورکوي.
ورته مهال د تڼيو ولسوالۍ ولسوال زمري حقمل غونډې ته په خبرو کې وويل، د ولسوالۍ نظامي منسوبينو ته يې سپارښتنه کړې، چې هر څوک نشه يي توکي خرڅ او یایې وکاروي، د قانون منګولو ته دې وسپاري.
د ولسوال په خبره، که بيا ورته څوک د يادو کسانو د خلاصون او سپارش لپاره هم ورشي، هغوی به هم د قانون منګولو ته وسپاري.
د تڼيو ولسوالۍ اوسيدونکي د نشه يي توکو خلاف دا تړون داسې مهال کوي، چې تېره اونۍ د خوست د اسمعېل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ اوسیدونکو هم ورته اقدام کړی وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA