د جمهوري ریاست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني پرون ناوخته په ارګ ماڼۍ کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې خلیلزاد جمهور رییس غني ته د تاوتریخوالي د پام وړ کموالي په تړاو معلومات ورکړل او د دواړو لورو تر منځ د هغه د مدیریت پر څرنګوالي خبرې وشوې.
جمهور رییس غني په دې ناسته کې د سولې په تړاو له والیانو، امنیتي او دفاعي سکتور له رهبرۍ، د قول اردوګانو او امنیه قومندانۍ له قومندانانو او د ولایتي شوراګانو له غړو سره مشورتي غونډې ګټورې وبللې.
خلیلزاد پر داسې مهال جمهور رییس غني ته د سولې په تړاو وروستي معلومات ورکوي، چې ټاکل شوې ډېر ژر د واشنګټن او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي، چې دغه هوکړه د امریکایي ځواکونو وتلو او بین الافغاني خبرو پیلېدو ته لار هواروي.