ads

په هند کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د هند امنیتي چارواکي وایي، د دغه هېواد په تامیل نادو ایالت کې د پنجشنبې په ورځ د یو بس موټر او رېل ګادي د ټکر په پېښه کې ۲۳ مسافر مړه او ۱۵ نور ژوبل شوي دي. د سرچینې په خبره، ټپیان د درملنې په هدف روغتون ته وړل شوي دي. د هند امنیتي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
1 کب 1398
په هند کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د هند امنیتي چارواکي وایي، د دغه هېواد په تامیل نادو ایالت کې د پنجشنبې په ورځ د یو بس موټر او رېل ګادي د ټکر په پېښه کې ۲۳ مسافر مړه او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.
د سرچینې په خبره، ټپیان د درملنې په هدف روغتون ته وړل شوي دي.
د هند امنیتي چارواکي زیاتوي، چې دغه پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوي ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له ۱۹۷۰ یم میلادي کال راپدېخوا په هند کې ټرافیکي پېښو سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د راپورونو پر بنسټ، هر کابل په هند کې ۱۵۰ کسان د ټرافیکي پېښو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA