ads

شراف الدين د ارزګان د امنیه قومندانۍ اړوند نظامي څارنوال وټاکل شو

لومړی بريدمن شراف الدين د ارزګان د امنيه قوماندانۍ اړوند نظامي څارنوال وټاکل شو. نوموړي د دندي‎ې د پیل پرمهال ګواښ وکړ، ټول هغه مفسدین به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپي‎ېژندل شي، چې د ارزګان په امنيه قواماندانۍ کې يې فساد کړي وي. هغه وويل، په نظامي برخه کې د عدالت تامين او […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
1 کب 1398
شراف الدين د ارزګان د امنیه قومندانۍ اړوند نظامي څارنوال وټاکل شو

لومړی بريدمن شراف الدين د ارزګان د امنيه قوماندانۍ اړوند نظامي څارنوال وټاکل شو.
نوموړي د دندي‎ې د پیل پرمهال ګواښ وکړ، ټول هغه مفسدین به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپي‎ېژندل شي، چې د ارزګان په امنيه قواماندانۍ کې يې فساد کړي وي.
هغه وويل، په نظامي برخه کې د عدالت تامين او د فساد پر ضد مبارزه يې لومړيتوبونه دي.
نظامي څارنوالۍ ته ټاکل شوی څارانوال وايې، د ارزګان د امنيه قوماندانۍ د معاشونو او په يو شمېر نورو برخو کې فساد شوی، چې په خبره یې دوسيه به يې وڅېړل شي.
په ورته مهال د ارزګان د ولايتي شورا استازی محمد کريم کريمي او د دغه ولايت مرستيال والي د يادې پرېکړي هرکلي کوي او زياته وي، چې د دغه ولايت په امنيه قوماندانۍ کې تردې وړاندې په بېلابېلو برخو کې فساد شوي دی.
دوی له نوی ټاکل ټاکل شوي نظامي څارانوال څخه په جدي ډول غوښتنه کوي، چې له هغو ټولو کسانو سره حساب او کتاب وکړي، چې فساد يې کړي وي.
تردې وړاندې د دغه ولايت والي محمد شفيق اسدالله سعيد څرګنده کړې وه، چې د ارزګان ولايت د عدلي او قضايي ارګانونو د نه پاملرنې له امله ۸۰ سلنه خلک د وسله والو طالبانو عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA