ads

د کاناډا سفير د زابل ولايت له چارواکو سره د سولې او امنيت په اړه خبرې وکړې

د زابل ولايت نقشه د غونډې په تالارکې ځړول شوې او د کاناډا سفارت د زابل ولايت د چارواکو او مدني بنسټونو د خبرو اترو کوربه دی. له ورايه داسې معلومېږي، چې د زابل ولايت اوسېدونکي دلته د کاناډا په سفارت کې د خپلو ستونزو د شرېکولو لپاره راټول شوي دي. خو د کاناډا سفير […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
1 کب 1398
د کاناډا سفير د زابل ولايت له چارواکو سره د سولې او امنيت په اړه خبرې وکړې

د زابل ولايت نقشه د غونډې په تالارکې ځړول شوې او د کاناډا سفارت د زابل ولايت د چارواکو او مدني بنسټونو د خبرو اترو کوربه دی.
له ورايه داسې معلومېږي، چې د زابل ولايت اوسېدونکي دلته د کاناډا په سفارت کې د خپلو ستونزو د شرېکولو لپاره راټول شوي دي.
خو د کاناډا سفير دويد متکالف وايي، دا ګډې خبرې اترې له دوی سره مرسته کوي، چې د افغانستان له بېلابېلو پيچلو اړخونو او ستونزو سره اشنا شي.
د کاناډا سفير په دغه غونډه کې وويل، دوی ته د افغانستان د معضلې سوله ييز حل مهم دی او د افغانستان له حکومت سره په ګډه په دې برخه کې کار کوي.
د غونډې ډېره برخه د زابل ولايت پر امنيتي، اقتصادي او ټولنيزو ستونزو ور ټوله وه.
د زابل ولايت والي رحمت الله يارمل ګيله مند دی، چې په تېرو لسيزوکې د دوامدارو مرستو سره سره په زابل ولايت کې پراختيايي پروژې نه دي پلې شوي او د نورو ولايتونو په پرتله ورته ډېره کمه پاملرنه شوې ده.
د زابل والي، د امنيتي ستونزو له کبله هم اندېښمن دی او وايي، له پاکستان سره پر ګډه پوله پوله ساتي ځواکونه نه لري او له همدې کبله د زابل امنيت له جدي ګواښ سره مخ شوی دی.
په دغه غونډه کې د زابل ولايت د مدني ټولنو بنسټونو هم خپلې سيمه ييزې ستونزې د کاناډا له سفير سره شريکې کړې.
زابل د ملاعمر ټاټوبی ګڼل کېږي او څه موده ولاندې په همدغه ولايت کې د امريکايي پوهنتون دوه استادان له انس حقاني سره تبادله شوي وو.
د کاناډا سفارت د زابل له چارواکو سره په داسې حال د سولې او امنيت په اړه خبرې کوي، چې دمګړۍ د امريکا پر مېز له طالبانو سره د سولې اجنډا پرته ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA