ads

ټرمپ: له طالبانو سره د سولې د هوکړې فرصت شتون لري

د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ خبریالانو په خبرو کې ویلي، چې دوی له طالبانو سره مذکرات کوي، له هغوی سره په خبرو بوخت دي او له دې ډلې سره د سولې هوکړه شونې ده. ټرمپ دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د طالبانو یوې باوري سرچینې هم رسنیو ته ویلي، ټاکل شوې د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
30 سلواغه 1398
ټرمپ: له طالبانو سره د سولې د هوکړې فرصت شتون لري

د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ خبریالانو په خبرو کې ویلي، چې دوی له طالبانو سره مذکرات کوي، له هغوی سره په خبرو بوخت دي او له دې ډلې سره د سولې هوکړه شونې ده.
ټرمپ دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د طالبانو یوې باوري سرچینې هم رسنیو ته ویلي، ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې تر وروستیو د طالبانو او امریکا تر منځ د قطر په پایتخت دوحه کې د سولې هوکړه لاسلیک شي، چې دا هوکړه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو او د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته لار هواروي.
په پاکستان کې د طالبانو یو لوړپوړي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته دا خبره کړې ده.
بلخوا، افغان حكومت هم وايي، په هېواد كې پر اوربند د مذاكراتو په ګډون يې نورو پړاوونو ته د داخلېدو لپاره د تاوتريخوالي له پام وړ كموالي سره هوكړه كړې ده.
د جمهوري رياست وياند صديق صديقي پرون يوې خبري غونډې ته وويل، د تاوتريخوالي كموالى طالبانو ته يو فرصت دى، چې په افغانستان كې د جګړې د بندولو په هدف خپله ژمنه ثابته كړي.
صديقي يو ځل بيا ټينګار وكړ، چې د حكومت مركچي پلاوى به ټول شموله وي او له طالبانو سره په خبرو كې به د سياسي قشر او د افغانستان د خلكو استازيتوب وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA