په جلال اباد ښار کې ناپیژانده وسله والو د سناتور لطف الله بابا پر ورور وسله وال برید وکړ.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، برید پرون ماښام د جلال اباد ښار اړوند روښان مېنه سیمه کې هغه مهال شوی کله، چې د سناتور ورور روح الله کور ته پر لاره روان و.
خوګیاڼی زیاتوي، چې په شوي برید کې خپله روح الله او دوه ساتونکي یې وژل شوي دي.
د پیښې انګېزه لا معلومه نه ده او مسولیت یې هم تراوسه چا نه دی منلی.