ads

د سالنګ لویه لار یو ځل بیا د لویو موټرو پر مخ وتړل شوه

د سالنګونو د ساتنې اداره د سختو واورو اورېدو له کبله د لویو موټرو پر مخ د دې لارې د تړل کېدو خبر ورکوي. له یادې ادارې څخه نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په سالنګ کې سخته واوره اورېدلې، چې له کبله یې د ټېلرو او ورته نورو لویو موټرو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
30 سلواغه 1398
د سالنګ لویه لار یو ځل بیا د لویو موټرو پر مخ وتړل شوه

د سالنګونو د ساتنې اداره د سختو واورو اورېدو له کبله د لویو موټرو پر مخ د دې لارې د تړل کېدو خبر ورکوي.
له یادې ادارې څخه نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په سالنګ کې سخته واوره اورېدلې، چې له کبله یې د ټېلرو او ورته نورو لویو موټرو پر مخ د اوس لپاره دا لار تړل شوې ده.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې امکان لري، تر غرمې وروسته دا لاره بیرته د موټرو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.
دې ادارې له موټر چلوونکو غوښتنه کړې، چې پر دې ادارې د تګ پر مهال وزن، سرعت او ارتفاع په پام کې ونیسي.
سالنګ د افغانستان هغه لویه لاره ده، چې شمالي ولایتونه له مرکز کابل سره نښلوي.
دا لاره هر کال د ژمي په موسم کې د سختو اورښتونو له کبله د تګ راتګ پر مخ تړل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA