جمهور رییس محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ یم کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې تر دویم ځل بریا وروسته په لومړۍ وینا کې پر ټولو مخالفینو او وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له مخالفته لاس واخلي او د نظام په جوړښت کې همکاري وکړي.
ده زیاته کړه، چې د سیالیو وخت پای ته رسېدلی او تر دې وروسته باید هېچا ته د سیال او مخالف په سترګه ونه کتل شي.
هغه پر ټولو افغانانو غږ وکړ، چې د حکومت غېږه د ټولو هغو کسانو پر مخ پرانیستې، چې د افغانستان پر واکمن اسلامي جمهوري نظام باور لري.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر نېږدې پنځه میاشتني ځنډ وروسته پرون ناوخته د جمهوري ریاست د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.
د دغه كمېسيون ریيسې حوا علم نورستانۍ يوې خبري غونډې ته وويل، محمد اشرف غني د يو ميليون، ۸۲۳ زره، ۹۴۸ معتبرو رايو له جملې ۹۲۳ زره، ۵۹۲ رايې ګټلي، چې ۵۰ اعشاريه ۶۴ سلنه كېږي.
د هغې په وينا، عبدالله عبدالله ۳۹ اعشاريه ۵۲ فيصده، ګلبدين حكمتيار درې اعشاريه ۸۵ فيصده او رحمت الله نبيل يو اعشاريه ۸۶ فيصده رايې خپلې كړې دي.