د ټاکنو پایلو د اعلان دې غږ، هیلې، غبرګونونه او اندېښنې له ځانه سره راپورته کړې.
پيل کې د جمهوري ریاست ټاکنو ته د ولسونو انتظار خو اوس د موازي حکومت اعلان خلک اندیښمن کړي.
ختیځ ولسونه وایي خوښ دی، چې اوږود انتظار یې پآی ته ورسیده.
ولسونه هیله من دي، چې حکومت به له دې وروسته په هېواد کې ناخوالو ته هم دپای ټکی کیږدي او سولې د بیارغونې هڅې به پيل کړي نه ناندرۍ
دوی له نورو ټاکنیزو ډلو هم غوښتنه کوي، چې نور دې له مخالفتونو لاس واخلي او شته ستونزو د حل لپاره دې په ګډه کار وکړي.
د ختیځ ننګرهار دوه اوسیدونکي نقیب احمد اتل او خانزاده افغان په دې اړه کلید ته وویل:
یو شمیر نور بیا د سولې پر خبرو ټینګار کوي.
دوی وایي حکومت دې له دې وروسته له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې چټکې او روانې جګړې ته دپای ټکی کیږدي.
خو میرمنې بیا په نوي حکومت د ښځو د ونډې پر زیاتیدو ټينګار کوي.
ښځینه فعالانې تورپيکۍ او وږمه بارکزۍ له کلید سره په خبرو کې هیله مندي وښوده، چې دا ځل به میرمنو ته په دولتي ادارو کې پراخه ونډه ورکړل شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر پنځه میاشتني ځنډ وروسته د سه شنبې په ماښام د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلې اعلان کړې.
د یاد کمیسیون داعلان پر بنسټ محمد اشرف غني د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په تر لاسه کولو د ګټونکی اعلان شو.
په ورته مهال ته د ثبات او همپالنې د ټاکنیزې ډلې مشر ډاکترعبدالله بیا ویلي، دوی ته د ټاکنو اعلان شوې پایلې د منلو نه دي او ورسره همهاله یې د موازي حکومت اعلان وکړ.
خو بل لورته سیاسي شنونکي د ټاکنیزو ډلو دا ناندرۍ نوي بهران ته د ننوتلو په معنی بولي.
دوی ټینګار کوي، چې ټاکنیزې ډلې دې د نورو حکومتو د اعلان پرځای په یوه میز د خبرو له لارې یوه نظام ته کار وکړي او د هېواد په پرمختګ کې دې ګامونه پورته کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


